په ننګرهار ولایت کې له ۳۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۴۴
65465

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست لخوا، له۳۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه او په پلان کې ده چې یاد ماشومان به تر تثبیت وروسته د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسم ټولګیو کې جذب شي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي وویل چې دغه ازموینه ملک ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونې په موخه اخیستل شوې، ترڅو هر زده‌کوونکی د علمي وړتیا له مخې، په مناسب ټولګي کې شامل او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS