په هرات ولایت کې د خلکو له خوا د مدارسو او ښوونځیو لپاره ځمکه وقف شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې: د یاد ولایت د غوریان، پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو د پوهنې دوستو خلکو د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ۳ میلیونه افغاینو په ارزښت، په ټولیز ډول ۱۷ جرېبه شخصي ځمکه، د دغه ولايت پوهنې رياست ته تسلیم کړې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د پوهنیز نظام د تقویې او پیاوړتیا په برخه کې د هرات ولایت د علم پرروره خلکو له مادي او معنوي مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.