په هرات ولایت کې د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ بابه ښوونځیو ترمیم چارې پیل شوې
د هرات ولایت گذره ولسوالۍ اړوند د کبیسه ښوونځي ترمیم او د زیرکوه ولسوالۍ د عليآباد ښوونځي په انګړ کې د څلورو درسي ټولګیو جوړولو پروژه په رسمي ډول پیل شوه.
دغه پروژې د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۳ مېلیونه او ۱۲۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت عملي کېږي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمتالله جابر، د یادو پروژو د پیل پر مهال وویل: پوهنې وزارت ژمن دی تر څو له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او د ملاتړو بنسټونو د همکارۍ په جلبولو سره، د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم اړتیاوې او د درسي ټولګیو کمښت رفع کړي او زدهکوونکو ته د غوره زدهکړې زمینه برابره کړي.
