په ولایاتو کې د پوهنې د ریاستو فعالیتو ته کتنه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۹:۱۵
مروری به فعالیت های ریاست های معارف ولایات

کاپیسا:

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د پوهنې رياست مياشتنۍ غونډه د دې ولايت د پوهنې رئيس مولوي الحافظ محمد فريد جواد حقاني په مشرۍ جوړه شوه. د غونډې په ترڅ کې د نوي تعلیمي کال لپاره د یاد آمريت پر اداري او تدریسي پروګرامونو باندې خبرې وشوې همدارنګه د ياد رياست مشرتابه ددې ولسوالۍ د تعليمي وضعيت د ښه والي په موخه يو لړ لارښوونې وکړې.

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني په مشرۍ د دغه ولایت د ۲۲ ولسوالیو د پوهنې آمرینو په ګډون کاري غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ښونې او روزنې اړوند موضوعګانو، اداري او تدریسي چارو د ښه والي، د مراجعینو د کارونو پر وخت اجرا کول او داسې نورو موضوعاتو باندې هم خبرې وشوې.

دایکندي:

د دايکنډي د پوهنې رياست د کارکوونکو لپاره د فقهې درسونه، الهي احکام او ديني درسونه پيل شول.

د دې ولايت د پوهنې رييس مفتي رحمت الله مدثر د ديني زده کړو پروګرام د مامورينو لپاره ګټور او ارزښتناک وباله او له هغوى يې وغوښتل چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې تقوا ولري.

غزني:

د غزني د پوهنې ریاست د بنسټيزو څانګو د آمرینو او مدیرانو کاري او اداري غونډه د دې ادارې د رئیس مولوي محمد منیر منصور په مشرۍ جوړه شوه.

په غونډه کې پر مهمو موضوعګانو لکه د بودیجې لګښت، د ښوونځیو جوړول، د درسي کتابونو د کمښت د ستونزې حل، د کارکوونکو د معاشونو پر وخت ویش او په ځانګړي ډول لیرې پرتو سیمو ته د زده کړو په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

لوګر:

د لوګر د پوهنې ریاست یوه پلاوي د شاه خلوتي، پادخواب شاني او فیض کارېز لېسو د نصاب له تطبیق څخه لیدنه وکړه.

په دې غونډه کې د ښوونکو تدریسي میتودونه و ارزول شول او د هغوی پر ستونزو باندې تمرکز وشو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS