په پنجشېر ولایت کې د ښوونکو د وړتیا لوړولو سیمینار پای ته ورسېد

د پنجشېر ولایت د ښوونځیو او مدارسو د ښوونکو د علمي او میتودیکي سیمینار د پای په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل، د یاد ولایت والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د پوهنې رئیس، علماوو، استادانو او یو شمېر مخورو کسانو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد سیمینار د موخې او اهمیت په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین، د پنجشېر والي، يو شمېر علماء کرامو او فرهنګيانو د موضوع په اړه خبرې وکړې او د دغه سیمینار له ترسره کېدو یې د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم د دوام غوښتنه وکړه.
یاد مراسم د سیمینار ګډون والو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.