په پکتيکا ولايت کې د زړه قلعه لېسه بياورغول شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
sdfg

د پکتيکا ولايت سروبي ولسوالۍ علم پروره خلکو په خپل مالي لګښت، د یادې ولسوالۍ د زړه قلعه عالي لېسې ودانۍ په اساسي ډول بیاځلې ورغوله.
د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد په وينا، په دې پروژو کې د ۵ درسي ټولګي، د پاکو اوبو سيسټم فعالول او نور شامل دي، چې د بيارغونې په چارو يې ٣٥٠ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
نوموړي څرګنده کړه: په همدې ښوونځي کې پخوا ۶ درسي ټولګيو شتون درلود، چې د زده کوونکو لپاره کافي نه وو او د خلکو د پاملرنې له امله ۵ نورې درسي خونې هم جوړې شوې دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS