په پکتیا ولایت کې د ښوونځي جوړولو لپاره ۱.۵ جریبه ځمکه وقف شوه
د ځایي خلکو لخوا، د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند کاریز لومړني ښوونځي لپاره د ۱.۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱.۵ جریبه ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د پوهې مینه والو له مرستې د مننې ترڅنګ، له نورو هېوادوالو څخه هم وغوښتل چې د مدارسو او ښوونځيو سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د سیمې خلکو لخوا په همدې ولسوالۍ کې د سرې خاورې او میرزاداقا لومړنيو ښوونځيو لپاره د ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت (۳) درې جریبه ځمکه ورکړل شوې وه، چې په مجموعي ډول په دې ولسوالۍ کې د (۱۵) ښوونځیو د ودانیو لپاره د مرسته شوې ځمکې ټولټال شمېره جوړوي.
