په پکتیا ولایت کې د ۱۰ بابه ښوونځیو د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۱۷
gfdg

د پوهنې وزارت سره په همغږۍ، د پکتیا ولایت په ۹ ولسوالیو کې د یو مرستندویه بنسټ له خوا چې له پوهنې سره مرسته کوي، ۱۰ بابه ښوونځي جوړېږي.
د یادو ښوونځيو د جوړېدلو لګښت شاوخوا ۱۹۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د دغو پروژو د پيل په مراسمو کې د ياد ولایت په پوهنې رئیس مولوي عبدالقیوم فاروقي سربېره، د ولایت مقام مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین، د ولسواليو پوهنې آمرینو، د ښوونځيو ښوونکو، علماوو او استادانو هم حضور درلود.
مسؤلینو په خپلو خبرو کې د پوهنې په ارزښت خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، دافغانستان .ا.ا. مشرتابه د پوهنې وزارت د ټولو هغو هڅو بشپړ ملاتړ کوي، چې په هېواد کې متوازن ښوونیز او روزنیز خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS