په پکتیکا ولایت۲ بابه ښوونځیو ته مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د سر روضې ولسوالۍ ۲ بابه ښوونځیو ته د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت ۱۴۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشلې.
د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر وویل: د دغو ښوونځیو زدهکوونکي د مېزونو او څوکیو د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو او په همدغه وېش سره به د دوی ځینې اړتیاوې پوره او د هغوی په تدریس کې به مثبت بدلون رامنځته شي.