په پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۹
6262

د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ اړوند د سپینه عالي لېسې ودانۍ، چې دهلېزونه او درسي ټولګي هم پکې شامل دي، د سیمې د خلکو په مرسته د ۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګ شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، په دې اړه ویلي: «موږ باور لرو چې د دغه شان همکاریو له لارې نه یوازې د زده‌کړې کیفیت ښه کېږي، بلکې د خلکو او دولت ترمنځ د باور فضا هم پیاوړې کېږي.»

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS