په پکتیکا ولایت کې د ۲۵۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو ودانیزې او بیارغونې چارې دوام لري

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
fdxg

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۵ بابه ښوونځیو د ودانیو چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللي او په راتلونکو څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو ښوونځيو پر جوړولو ټولټال ۱۹۲ مېليونه افغانۍ لګښت راځي.

همدارنګه د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې د يو شمېر ښوونځيو د بيارغونې او ترمیم چارې هم د ٦٠ مېليونه افغانيو په لګښت بشپړېدو ته نږدې دي او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې به ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد وويل، په دغو پروژو کې د نويو درسي ټولګيو رغول، احاطوي دېوالونو جوړول او د نورو برخو ترميم شامل دی، چې مالي لګښت يې د پوهنې د یو همکار بنسټ له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS