په کابل ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د ښوونکو لپاره د شاوخوا ۲۶ ملیونو افغانیو په ارزښت پورونه ورکړل شوي دي

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۰:۵۱
په کابل ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د ښوونکو لپاره د شاوخوا ۲۶ ملیونو افغانیو په ارزښت پورونه ورکړل شوي دي

د پوهنې وزارت_کابل: د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۲۹۵ ښوونکو ته د ۴۶۱ ښځینه ښوونکو په ګډون د ۲۶ ملیونه او ۷۶ زره افغانیو په ارزښت په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د پور صندوق له لارې پورونه ورکړل شول.

د ښوونکو لپاره د پور صندوق په ۱۳۳۷ کال کی د ښوونکو د مالي اړتیاوو له منځه وړلو په موخه تاسیس شوی، او د دي صندوق لایحه په ۱۳۹۹ کال کې نوي شوه.

د ښوونکو د پور د لایحې نوي کولو سره، د سود پرته پورونو مقدار ډیر شوی چې د نوي قانون له مخې به ښوونکي د ښوونې او روزنې د خدمتونو د اندازې پورې اړوند په کلني قسطونو کې له ۱۲ زره افغانیو څخه تر ۲۴ زره افغانیو پوري پورونه ترلاسه کړي.

ښوونکو ته ورکړل شوي پورونه په کلني قسطونو کې د سود پرته د هغوی له معاشونو څخه اخیستل کیږي او بودیجه یې د پور صندوق کې بیا جمع کیږي. د ښوونکو د پور صندوق دا مهال په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې فعال دی او دا صندوق به په ۱۳۹۹ کال کې په بلخ ، کندهار، خوست او بدخشان ولایتونو کې پرانستل شي او خپل فعالیتونه به پیل کړي.

د ښوونکو د پور صندوق بودیجه تر ۱۶۲ ملیونه او ۲۹ زره افغانیو پورې رسیږي، چې یادي مرستې د افغانستان د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني، د پوهنې وزارت د ۱۳۹۸ کال له عادي بودیجې، د ګمرکونو عواید، په ۱۳۹۷ کال کې د حج د سفریو، د وزیرانو او معینانو د یوې میاشتې معاش او په یاد صندق کې د پخوانۍ بودیجې څخه ترلاسه شوی ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

اعلان داوطلبی

ریاست معارف ولایت کابل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی ترمیمات 5 باب مکاتب  یک باب دارالعلوم مربوطه خویش در ولسوالی های بگرامی، پغمان، گلدره، میربچه کوت، ده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس د یوې ښوونیزې ودانۍ جوړېدو چارې وکتلې

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت د بهسودو په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ګردن دیوار عالي لېسې له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې د. . .

BACK TO NEWS