په کابل ولایت کې د ۴ بابه ښوونځيو بنسټ ډبرې کېښودل شوې
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل له لوري، په کابل ولایت کې د ۴ بابه لومړنیو ښوونځيو بنسټ ډبرې کېښودل شوې؛ چې پکې لاندې ښوونځي شامل دي:
١__ په بګرامي ولسوالۍ کې د ميرويس مېنې او چشمه وكا ۲ بابه لومړني ښوونځي.
2__ سروبي ولسوالۍ اړوند د بزک خېل لومړنی ښوونځی.
3__ په قره باغ ولسوالۍ د قلعه باز لومړنی ښوونځی.
په پلان کې ده، د پورتنیو ښوونیزو بنسټونو له جملې څخه د هر یو ښوونځي ودانۍ ۶ درسي ټولګي، يوه اداري خونه او نور اړین ملحقات ولري او ټولیز لګښت یې ۵۵ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د "وطن پرمختیا او نوښت مؤسسې" له لوري تموېلیږي.
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین په خپلو خبرو کې، د یادو سیمو اوسېدونکو ته د دغو ښوونځیو د رغنیزو چارو د پیل له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه، یاد وزارت هڅه کوي، تر څو د خپلې تګلارې سره سم د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا ترڅنګ، په ټول هېواد کې ښوونیز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
بل پلو د سیمې یو شمېر قومي مخورو او علماء کرامو د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د هېواد بچیانو د زده کړې په برخه کې مننه وکړه او د افغانستان پوهنیز نظام سره یې له خپل لوري د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.