په کابل کې د قرآن کریم د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ، تقاريرو او ساینسي سیالیو ممتاز طلاب او زده‌کوونکي وستایل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۵
1

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ، تقاريرو او ساینسي علومو په سیالیو کې د ممتازو طلابو او زده‌کوونکو د ستاینې په موخه، یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.
په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معين محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل، مسوولينو، د کابل ولایت پوهنې رٸيس، یو شمېر استادانو او علماء کرامو ګډون درلود٠
لومړى د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رٸيس محترم قاري عبدالباسط حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د موضوع په هکله معلومات وړاندې کړل او د یادو سیالیو د ممتازو زده‌کوونکو دیني او علمي وړتیاوې او لاسته‌راوړنې یې وستایلې.
ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معين د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت سياليو پر اهميت خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د پوهنې وزارت مشرتابه کلک هوډ لري، ترڅو د دغه شان علمي سياليو لمن پراخه او د ملک ټولو برخو ته ورسوي٠
 همدارنګه، د کابل ولايت پوهنې رٸيس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعيب د ذکر شويو علمي سياليو ټول پړاوونه تشرېح کړل او زياته يې کړه چې له دغو سياليو يې بنسټيز مقصد د طلابو او زده کوونکو د استعدادنو پياوړتيا او د هغوى هڅونه ده٠
دغونډې په جريان کې يو شمېر علماءکرامو او مېلمنو د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او دغه شان غونډې يې د زده‌کوونکو د هڅونې او د هغوی د علمي وړتیاوو د پياوړتيا په برخو کې خورا مهمې وبللې.
په ورته مهال، ممتازه زده کوونکو خپلې علمي پروژې او لاسته راوړنې ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدلې٠
دغه پرتمينه غونډه مخکښو طلابو او  زده کوونکو ته په ستاينليکونو او ډاليو وېشلو سره پاى ته ورسېدله٠

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS