په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې لېسې ودانۍ ورغول شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۸
654

د پوهنې وزارت خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د کندهار ولایت شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د کیغتو په کلي کې د یوې لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې مسئولین، یو شمېر علماء کرام، د محلي ادارو چارواکي او د سیمې د خلکو استازي هم حاضر وو، پرانیستل شوه.
د مسئولینو په وینا؛ د دغې ودانۍ جوړولو ټول لګښت ۷ مېلیونه او ۹۸۰ زره افغانۍ دی، کوم چې د پوهنې یو همکار بنسټ لخوا برابرې شوې دي.
د لېسې دغه نوې ودانۍ ۶۰ درسي ټولګي، ۱۰ اداري خونې او ټول اړین محلقات لري.
د مراسمو ویناوالو هر یو د تعلیم پر اهمیت خبرې وکړې او له زده‌کوونکو یې وغوښتل چې د ښوونځي د ودانۍ او تجهیزاتو په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS