په کندهار ولایت کې یو باب شپې لیسې په فعالیت پیل وکړ

د هغه اړتیا پر بنسټ چې د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د شپې لېسې د شتون لپاره محسوس کېده، اوسمهال د پوهنې وزارت د مشرتابه په هڅو د همدې ولسوالۍ په سید پاچا لېسه کې د شپې لېسې څانګه فعاله شوه.
د يادې لېسې د پرانيستې په مراسمو کې د دغه ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صديق الله هلال سربېره يو شمېر علماوو او د سيمې د خلکو استازو هم ګډون کړى وو.
ويناوالو او علماوو د نورو په استازيتوب د پوهنې وزارت له لوري د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره د شپې لېسې څانګې د جوړېدو هرکلى وکړ او د دغه وزارت له پلانونو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.