په کندهار ولایت کې یو باب ښوونځی پرانیستل شو

د کندهار ښار شپږمې ناحيې اړوند د زيارت په سيمه کې، د قلعه عرب د نجونو لېسې ودانۍ تر رغولو وروسته، د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي، علماوو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ياد ښوونځی په ۵ زره ۲۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې درسي خونې، دفترونه، کمپيوټرونه، لابراتوارونه او د لوبو ډګر لري او په يو وخت کې د یو زره ۵۰۰ تنه زده کوونکو ظرفيت لري.
د دغه ښوونځي د ودانۍ ټول لګښت ٢٧٤ زره ٩٧٦ امريکايي ډالره وو، چې د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنست له خوا ورکړل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د مرستندویه بنسټ د دفتر له مسئولینو او ګرانو هېوادوالو څخه چې د پوهنې د پراختیا په برخه کې له یاد وزارت سره همکاري کوي، مننه او قدرداني کوي.
د کندهار پوهنې رئيس د هېواد د ماشومانو لپاره د علم او پوهې د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، تر څو خپل اولادونه د زده کړو په موخه ښوونيزو بنسټونو ته ولېږي.
دغه راز نوموړي د مسئولينو او زده کوونکو له خوا د ښوونځيو د وسايلو پر ساتنې او پالنې ټينګار وکړ.