په کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو په پنډغالو کې موقتي ښوونځي او مدارس تاسیس شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۲:۱۸
45

د کونړ ولایت پوهنې ریاست د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شویو ماشومانو د زده‌کړو دوام او د تعلیمي بهیر د ګډوډۍ مخنیوي په موخه، د نورګل، څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو اړوند د زلزله‌ ځپلو په پنډغالو کې ۷۲ بابه موقتي درسي ټولګي (خېمې) جوړې او فعالې کړې دي، ترڅو د دغو سیمو زده‌کوونکي وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یادو ټولګیو د درسي فعالیت له پیلېدو سره هم‌مهاله، یو خیریه بنسټ د زده‌کوونکو او طلابو لپاره قرطاسیه، کتابچې، قلمونه او نور اړین درسي توکي هم برابر کړي دي، چې د یادو ټولګیو د پرانیستې مراسمو پر مهال د کونړ ولایت پوهنې محترم ریاست ته وسپارل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د کونړ ولایت په پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د کونړ ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس جوزجان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوی جوزجان ولایت ته لاړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مولوي لعل جان راشد، د ولسوالیو د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د بامیان ولایت د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو


د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ اړوند د سیمه ییزو زده کړو د ټولګیو ښوونکو لپاره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د "اغېزمن تدریس او زده کړې" په نوم اته ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد. . .

BACK TO NEWS