په کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو په پنډغالو کې موقتي ښوونځي او مدارس تاسیس شول

media-moe
Sat, Sep 20 2025 12:18 PM
45

د کونړ ولایت پوهنې ریاست د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شویو ماشومانو د زده‌کړو دوام او د تعلیمي بهیر د ګډوډۍ مخنیوي په موخه، د نورګل، څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو اړوند د زلزله‌ ځپلو په پنډغالو کې ۷۲ بابه موقتي درسي ټولګي (خېمې) جوړې او فعالې کړې دي، ترڅو د دغو سیمو زده‌کوونکي وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یادو ټولګیو د درسي فعالیت له پیلېدو سره هم‌مهاله، یو خیریه بنسټ د زده‌کوونکو او طلابو لپاره قرطاسیه، کتابچې، قلمونه او نور اړین درسي توکي هم برابر کړي دي، چې د یادو ټولګیو د پرانیستې مراسمو پر مهال د کونړ ولایت پوهنې محترم ریاست ته وسپارل شول.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS