په کونړ ولایت کې د یو باب ښوونځي بیارغونې چارې پیل شوې
د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ اړوند سونګلي لومړني ښوونځي د څلورو ټولګیو بیارغونې کارونه د ښوونیزې شورا او د سیمې د علمپالو خلکو په ګډه همکارۍ پیل شول.
د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر د پوهنې په برخه کې د خلکو له ملاتړ څخه د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د هېواد بچیانو لپاره د متوازنو ښوونیزو او روزنیزو خدماتو پراختیا لپاره نه یوازې په مرکزونو بلکې په لېرې پرتو سیمو کې هم د مدارسو او ښوونځیو جوړولو او بیارغولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.
