پوهنې وزارت له لوري د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري توکو وېش بهیر پیل شو
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست لخوا، د یاد وزارت د محترم مشرتابه، د کابل ولايت او ښار پوهنې رٸيسانو، د ساينس مرکز او ځينو مرکزي رٸيسانو په حضور کې، د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري وسایلو، تعلیمي موادو او اړینو توکو وېش بهير په رسمي ډول پیل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين محترم شيخ عبدالمالک حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مشرانو د اوامرو پر اطاعت، مسووليت، مکلفيت او په دنده کې پر اخلاص ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې زمونږ د هر فعاليت موخه بايد د ځان او ټولنې د خيرخواهۍ او هر اړخيز برياليتوب لپاره وي٠
ورپسې د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په خپلو خبرو کې د لابراتواري موادو په تهيه کولو او وېش خوښي څرګنده او منسوبين يې په خپلو دندو کې بشپړ اخلاص کولو ته وهڅول٠
نوموړي د تجربوي توکو ارزښت ته په اشارې څرګنده کړه چې د پورته ذکر شويو توکو په تطبيق سره به د زده کوونکو د عملي او تجربوي پوهې په کيفيت او پياوړتيا کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي٠
په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او ساینس مرکز لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د یادو وسایلو د وېش په اړه وویل:" د لومړي پړاو په ترڅ کې د پروان، پنجشېر، خوست، زابل، غزني، لغمان، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار او هلمند ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري وسایلو او تعلیمي موادو وېش لړۍ پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغو توکو کې ۳۴۵ د ریاضي کیټونه، ۱۰۶۵ د بیولوژي ماډلونه، ۵۸۵۸ د ساینس او ریاضي چارټونه، ۵۰ ښوونیزې سيډيګانې، ۴۰ المارۍ، ۷۱۰ ټوکه تجربوي لارښود کتابونه او د کیمیا، ریاضي او کمپیوټر اړوند یو شمېر نور ښوونیز او لابراتواري مواد شامل دي.
د نوموړي په خبره، د یادو وسایلو د وېش اساسي موخه د ښوونیزو مرکزونو د لابراتوارونو پیاوړتیا، د عملي او تجربوي زدهکړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د ښوونکو د تدریسي فعالیتونو اسانتیا او د ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریسي کیفیت لا ښه کول دي.
د پوهنې وزارت مسوولینو وویل، چې د لابراتواري وسایلو برابرول او په ښوونیزو مرکزونو کې د هغوی منظم وېش د عملي زدهکړو د پیاوړتیا، د زدهکوونکو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو او د ساینس اړوندو مضمونونو د تدریسي کیفیت ښه والي لپاره مهم ګام دی.
د پروګرام پر مهال د پوهنې وزارت مسوولینو د لابراتواري وسایلو د عادلانه، منظمې او اغېزمنې استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې یاد وسایل په سمه توګه وساتي، د اړتیا له مخې یې وکاروي او د زدهکوونکو د عملي زدهکړو لپاره ترې اعظمي ګټه واخلي.
