پوهنې وزارت له لوري د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري توکو وېش بهیر پیل شو

media-moe
Wed, Aug 12 2026 12:10 PM
88

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست لخوا، د یاد وزارت د محترم مشرتابه، د کابل ولايت او ښار پوهنې رٸيسانو، د ساينس مرکز او ځينو مرکزي رٸيسانو په حضور کې، د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري وسایلو، تعلیمي موادو او اړینو توکو وېش بهير په رسمي ډول پیل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين محترم شيخ عبدالمالک حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مشرانو د اوامرو پر اطاعت، مسووليت، مکلفيت او په دنده کې پر اخلاص ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې زمونږ  د هر فعاليت موخه بايد د ځان او ټولنې د خيرخواهۍ او هر اړخيز برياليتوب لپاره وي٠
ورپسې د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په خپلو خبرو کې د لابراتواري موادو په تهيه کولو او وېش خوښي څرګنده او منسوبين يې په خپلو دندو کې بشپړ اخلاص کولو ته وهڅول٠
نوموړي د تجربوي توکو ارزښت ته په اشارې څرګنده کړه چې د پورته ذکر شويو توکو په تطبيق سره به د زده کوونکو د عملي او تجربوي پوهې په کيفيت او پياوړتيا کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي٠ 
په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او ساینس مرکز لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د یادو وسایلو د وېش په اړه وویل:" د لومړي پړاو په ترڅ کې د پروان، پنجشېر، خوست، زابل، غزني، لغمان، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار او هلمند ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري وسایلو او تعلیمي موادو وېش لړۍ پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغو توکو کې ۳۴۵ د ریاضي کیټونه، ۱۰۶۵ د بیولوژي ماډلونه، ۵۸۵۸ د ساینس او ریاضي چارټونه، ۵۰ ښوونیزې سي‌ډي‌ګانې، ۴۰ المارۍ، ۷۱۰ ټوکه تجربوي لارښود کتابونه او د کیمیا، ریاضي او کمپیوټر اړوند یو شمېر نور ښوونیز او لابراتواري مواد شامل دي.
د نوموړي په خبره، د یادو وسایلو د وېش اساسي موخه د ښوونیزو مرکزونو د لابراتوارونو پیاوړتیا، د عملي او تجربوي زده‌کړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د ښوونکو د تدریسي فعالیتونو اسانتیا او د ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریسي کیفیت لا ښه کول دي.
د پوهنې وزارت مسوولینو وویل، چې د لابراتواري وسایلو برابرول او په ښوونیزو مرکزونو کې د هغوی منظم وېش د عملي زده‌کړو د پیاوړتیا، د زده‌کوونکو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو او د ساینس اړوندو مضمونونو د تدریسي کیفیت ښه والي لپاره مهم ګام دی.
د پروګرام پر مهال د پوهنې وزارت مسوولینو د لابراتواري وسایلو د عادلانه، منظمې او اغېزمنې استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې یاد وسایل په سمه توګه وساتي، د اړتیا له مخې یې وکاروي او د زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو لپاره ترې اعظمي ګټه واخلي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

BACK TO NEWS