پکتیکا ولایت ته د پوهنې وزارت د سواد زده کړو د رئیس سفر

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۲:۱۶
د پوهنې وزارت د لیک لوست د زده کړې ریاست د رئیس په مشرۍ پلاوی دپنجشنبی په ورځ  پکتیکا  ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري د اساسي او ثانوي زده کړو او د ښوونکو د مسلکي ودي له استازو سره یو ځای د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل  پکتیکا ولایت ته ورسېدل.
لومړی د پوهنې وزارت د سواد زده کړې رئیس د دغه ولایت د پوهنې له ریس او مشرتابه سره وکتل او د دغه ولایت د سواد زده کړې د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د ښوونځیو د څارنې پر پلانونو، د سواد زده کړې پر بنسټونو، سیمه ییزو او چټکو ښوونیزو ټولګیو څخه د څارنې د پلانونو په اړه مفصلې خبرې وشوې.
د پلاوي په وینا د څېړنو پایلې به د دغه سفر له پای ته رسېدو وروسته د دغه وزارت له مشرتابه سره شریکې شي.
ټاکل شوې چې دغه ارزونې د يادو شويو ښوونيزو بنسټونو د هغه ولايت د پوهنې رياست د رئيسانو او سرپرستانو په شتون کې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

اعلان داوطلبی

ریاست معارف ولایت کابل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی ترمیمات 5 باب مکاتب  یک باب دارالعلوم مربوطه خویش در ولسوالی های بگرامی، پغمان، گلدره، میربچه کوت، ده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس د یوې ښوونیزې ودانۍ جوړېدو چارې وکتلې

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت د بهسودو په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ګردن دیوار عالي لېسې له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې د. . .

BACK TO NEWS