پکتیکا ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند ښوونیزو بنسټونو د ۶۰ تنو اداري کارکوونکو او مسوولینو لپاره د پلان جوړونې، راپور ورکولو، کاري پلانونو د ترتیب او اداري مکتوبونو د لیکلو په برخو کې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو.
د مسوولینو په وینا، د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول د ښوونځیو او مدارسو د مسوولینو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لري او د ښوونیزو خدمتونو د لا ښه والي لپاره زمینه برابروي.
