کاپیسا ولایت کې یو باب ښوونځي ته درسي توکي او حفظ الصحوي وسایل ووېشل شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۱:۳۴
لب

د ښاري کلتور ودې او د سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو لپاره، د کاپیسا ولایت ښاروالۍ د یاد ولایت خال محمد شهید عالي لېسې ته حفظ الصحوي وسایل او درسي توکي ووېشل.
په یاد پروګرام کې ۱۴ قلمه حفظ الصحوي او درسي توکي چې ټولټال ۱۱ زره ۳۴۴ افغانۍ لګښت لري، لېسې ته ځانګړي او ووېشل شول.
په ورته مهال، د یاد ولایت د ښاروالۍ چارواکو ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د کاپیسا ولایت له نورو تعلیمي مرکزونو سره هم دا ډول همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS