د لوګر د ۱۰ ښوونځیو د میزونو او څوکیو ستونزه هواره شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۹/۳۰ - ۱۰:۵۷
د لوګر د ۱۰ ښوونځیو د میزونو او څوکیو ستونزه هواره شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت لسو ښوونځیو ته د ۷۵۸ میزونو او څوکیو په جوړولو سره د زده کوونکو د میزونو او څوکیو ستونزه هواره شوه.
یاد میزونه او څوکۍ د پوهنې وزارت د پراختیایي بودجې له لارې د شاوخوا ۳،۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
دغه میزونه او څوکۍ د خوښۍ،شاه مزار،سجاوند،آبچکان،ډبرو او شاکي کلاه د هلکانو او د محمدآغې،شش کلاه،پورک او جرنیل د نجونو ښوونځیو ته برابرې شوې دي.
د نوموړو میزونو او څوکیو په جوړولو سره د ۱۲۰۰ نجونو په ګډون د ۴۵۴۸ زده کوونکو د میزونو او څوکیو د نشتون ستونزه هواره شوه.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي یادو ښوونځیو ته د میزونو او څوکیو د سپارلو پر مهال له زده کوونکو د میزونو او څوکیو د ساتنې غوښتنه وکړه.
هغه وویل،چې په راتلونکې کې به د پوهنې وزارت او مرسته کوونکو موسسو په مالي مرسته یو شمېر نورو ښوونځیو ته هم میزونه او څوکۍ جوړ کړي.
د یادونې وړده،چې له دې مخکې هم پوهنې وزارت د لوګر یو شمېر نورو ښوونځیو ته میزونه او څوکۍ برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS