د پوهنې وزیر د ارزګان والي سره په لیدنه کې: ۲۵ ملیونه ډالره د GPE پروګرام څخه د ښوونکو ظرفیت لوړونې لپاره ځانګړي شوي دي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۱:۳۸
د پوهنې وزیر د ارزګان والي سره په لیدنه کې: ۲۵ ملیونه ډالره د GPE پروګرام څخه د ښوونکو ظرفیت لوړونې لپاره ځانګړي شوي دي

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید سره په لیدنه کې یادونه وکړه، چې یاد وزارت ۲۵ ملیونه ډالره د GPE پروګرام له لارې د ښونکو ظرفیت لوړونې لپاره ځانکړي کړي دي.
دا لیدنه چه په پوهنې وزارت کې ترسره شوه، په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د ارزګان ولایت یوشمیر استازو هم ګډون درلود.
پوهنې په جوړښت او تشکیل کې ستونزې، په متوسطه دوره کې د درسي کتابونو کموالی، د مسلکي ښوونکو کموالی، په ښوونځیو کې د بریښنا ستونزې او په ارزګان ولایت کې د ښوونکو ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرام پرانیسته، په غونډه کې تر بحث لاندې موضوع وې.
پوهنې وزیر د ښوونې اوروزنې په برخه کې د ارزګان ولایت د ستونزو اوریدو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د وزارت رهبري له اوسنیو ننګونو څخه خبر لري او د دې ستونزو د حل لپاره یې ځانګړي اقدامات ترسره کړي دي.
‌ډاکتر بلخي همدارنګه د نومړې وزارت د جدي پاملرنې له امله په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړو څخه خبر ورکړ.
پوهنې وزیر د مسلکي ښوونکو کموالي ته په اشارې سره وویل، د پوهنې سیستم ته د لا زیاتو ښوونکو راجلبولو لپاره پراخه او آزاده سیالي اعلانوي او وايي چې د دې سیالۍ په جریان کې موږ د ساینس او سپورت په برخه کې تخصص لرونکي مسلکي ښوونکو راجلبولو ته جدي پاملرنه لرو.
د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د پوهنې وزارت مشرتابه د مثبتو کارونو څخه د مننې ترڅنګ، د یاد ولایت مقام د پوهنې همکار یاد کړ او د ښوونې او روزنې پرمختګ لپاره یې د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د آماده ګي خبرورکړ.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS