د ننګرهار ولایت د سړوسیمو ښوونځیو کې به (افغان ماشومان یې لولي) نصاب تطبیق شي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۲:۵۱
د ننګرهار ولایت د سړوسیمو ښوونځیو کې به (افغان ماشومان یې لولي) نصاب تطبیق شي

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند د سړو سیمو د ښوونځيو دڅارنې امرینو او دارالمعلمین استادانو ته د کریټیف موسسې له خوا شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د جلال اباد په ښار کې پیل شو.
د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري د روزنیز ورکشاپ څخه د لیدنې پرمهال وویل: دغه نصاب ډیر اغیزمن او موږ عملا وینو هغه زده کوونکي چې دغه نصاب ورته تدریس شوی، د هغوی د لیک لوست مهارت ډیر پیاوړی دی او په دریم ټولګي کې لیکل لوستل کولای شي.
پوهنې ریس ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د پروګرام په تطبیق کې جدي و اوسي او په سمه توګه یې تطبیق کړي.
د ورکشاپ ګډون کوونکي امرین او د دارالمعلمین استادان به د ورکشاپ له تکمیلیدو وروسته د ننګرهار ولایت سړو سیمو ولسوالیو ته موظف شي، ترڅو د اړونده ولسوالیو د لومړي، دویم او دریمو ټولګیو ښوونکو ته د (افغان ماشومان یې لولي) نصاب د تدریس میتودولوژۍ په اړه روزنیز پروګرام ترسره کړي.
(افغان ماشومان یې لولي) د پوهنې وزارت او کریټیف نړیوالې موسسې په ګډه همکارۍ جوړ شوی د لومړي، دویم او دریمو ټولګیو لپاره نوی نصاب دی، چې د لیک لوست مهارتونو د پیاوړي کولو په موخه پکې ځانګړي میتودونه کارول شوي.
دغه نصاب د ننګرهار جلال اباد ښار په شمول دریو ولسوالیو (بهسود، کامه او کوز کونړ) ښوونځیو کې په ازمایښتي ډول تطبیق شو، چې تر ډیره یې نتایج مثبت دي او زده کوونکي په دریم ټولګي کې لیک لوست زده کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د بي بي عایشه صدیقه «رضی الله عنها» د نجونو ښوونځي د احاطوي دېوال د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې رئیس په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۶
Background image

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو د مسودې لایحه نهايي شوه

د معیاري آزموینو د لایحې په اړه بحث، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، په داسې حال کې ترسره شو، چې د معیاري آزموینو رئیس مولوي شمس الرحمن حماس، یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۳:۲۹
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

بامیان

د باميان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قنديلي، د یاد ولايت شيبر ولسوالۍ اړوند د کالو، غرغره د هلکانو لېسو، د مهديه کالو مدرسې او د يو شمېر ښوونځيو د کتابتونونو له. . .

BACK TO NEWS