د پوهنې وزارت په کچه د کرونا ویروس ناروغۍ د خپریدو مخنیوي په موخه د اداري کمیټې پریکړې :

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۰:۳

د پوهنې کورنۍ د روغتیا خوندي ساتلو ته پاملرنه، د اداري کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو ته د زیان اوښتلو څخه د مخنیوي لپاره د پوهنې وزارت په کچه د کرونا ویروس د خپرویدو سره د مبارزې اداري کمیټې لاندې پریکړې نیولې دي.

• د کارکوونکو او ښوونکو ذاتي چارو د کړنو " د نويو ګمارنو څخه په استثنا نورې ټولې کړنې لکه بدلون، منفک کول، تحصیل، د کړنو ارزونه، تقاعد، د معاشاتو رتب او د تصدیقونو ترسره کول په مرکز او ولایتونو کې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې له ۲۷مې نه د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې تر ۳۰مې نیټې پورې بندې دي.
• شیدې ورکونکې او امیدوارې میرمنې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې د ۲۷مې نیټې څخه د ۲ اونیو لپاره رخصتې دي.
• د پوهنې وزارت هغه کارکوونکي چې عمر یې د ۵۸ څخه تر ۶۵ کلونو پورې وي د ۱۳۹۸ کال دکب میاشتې ۲۷مې نیټې څخه د ۳ اونیو پورې د خپلې کاري چارې د کورونو څخه مخته ویوسي. په هغو برخو کې چې د یادو کسانو شتون ته اړتیا احساس شي د ادارو آمران مکلفه دي د ځوانو کارکوونکو څخه په هغې دنده کې ګټه واخلي.
• د مرکز او ولایتونو په کچه د تبې معلومونکې آلې دې واخیستل شي او ادارو ته د راتلو په وخت کې د ناروغو کارکوونکو او مراجعینو د پیژندلو په موخه وکارول شي.
• د معاشونو راجستریشن دې د ادارو دننه د تجمعاتو څخه د مخنیوي په موخه په خلاصه فضا کې ترسره شي.
• د عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو او ښوونکي روزنې پروګرامونو لیلیې د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې تر ۳۰ نیټې ځنډیدلي دي.
• د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت پر اساس د ښوونکو رخصتۍ پلې کیږي او د رخصتو په ورځو کې د ښوونکو معاشونه د ورکړې وړ دي.
• ښوونکي په رخصتیو کې اړ دي چې د ظرفیت لوړونې هغه پروګرامونه چې د پوهنې وزارت له لوري تعین او تعریف شوي، زده کړي.
• د لیاقت، دټولګي معلومولو، مشروطي او معذرتي آزموینو پاتې مضمونونو نمرې د ۷۵٪ نمرو په اساس د واخیستل شي او په تیرو شویو آزموینو کې د محاسبه شي.
• په اسلامي زده کړو کې د ښوونیزو اسنادو ارزونې او د علماوو د سویې تثبیت آزموینې لپاره نوم لیکنه دریدلې ده.
• د عامې روغتیا وزارت د لارښوونې سره سم د ارتقایي پروګرامونو او ښوونیزو ورکشاپونو ترسره کیدل په غیرحضوري شکل او یا په کوچنیو غونډو کې دې برابرې شي.
• د لویو تجمعاتو د شکل نیونې له امله په انفرادي بڼه د شهادتنامو ویش ځنډیدلۍ دي.
• ټولیزې شهادتنامې چې د پوهنې ریاستونو له لوري په رسمي توګه رالیږل شوي وي په مرحله یې ډول ترسره کیږي.
• د هغو کسانو شهادتنامې چې نوۍ یې کار موندلۍ وي، د بورسونو نوماندان وي او یا د هیواده بهر سفر کوي د ملاتړو اسنادو له مخې چې د لوړو زده کړو وزارت استعلام، د اړوند هیواد ویزه او هغه ټول اسناد چې د بورسیې د اعلان ښکارندوی وي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي لارښوونو سره سم ترسره کیږي.

یادونه : زده کوونکو ته د زده کړو څرنګوالي په اړه پریکړې د (عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو، سواد زده کړو او ښوونکي روزنې) پروګرامونو په کچه او په رخصیتو کې د بدیلو میکانیزمونو څخه په ګټه اخیستنې، د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ترسره کول، د تدریسي کمیټې له لوري نیول کیږي او پایلي به یې په راتلونکو ورځو کې د پوهنې له کورنۍ سره شریکې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد وزارت د ساینس مرکز ریاست د اړتیا له مخې  د ۸ پایې ماشینري موادو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۷
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا له مخې  د ۱۵ قلمه قرطاسیه موادو او وسایلو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۲
Background image

د غزني ولایت دیني مدارسو منسوبینو لپاره ښوونیز سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت د مدارسو مسئولینو، اداري مدیرانو او استادانو لپاره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په حضور کې یو ورځنی تعلیمي سیمینار ترسره شو.
د پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS