په زابل کې د زده کوونکو تر منځ د سیرت النبي (ص) سیالۍ ترسره شوي

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۴:۳۰
زابل کې د زده کوونکو تر منځ د سیرت النبي (ص) سیالۍ ترسره شوي

د پوهنې وزارت، زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست په نوښت او د رڼا خیریه بنسټ په مالي مرسته د قلات په ښار کي د سولې او ملي یووالي تر نامه لاندې د ۱۳۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي ( ص) سیالۍ ترسره شوي.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه دیاد ولایت مرستیال والي الحاج عنایت الله هوتک، د پوهنې ریاست مسوولینو، د رڼا مدني ټولنې مشر روح الله حکیمي او غړو، قومي مشرانو دیني عالمانو او د رسنیو استازو هم برخه لرله.

د غونډې په پیل کې د رڼا مدني ټولنې مشر روح الله حکيمي د یادو سیالیو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې له دې سیالیو څخه یې هدف د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د سیرت سره د ځوانانو بلدتیا او تر دوي پورې د سولې او ملي یووالي پیغام رسول دي.

نوموړي له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې په دې سپېڅلې پروسه کې یې برخه واخېسته او ژمنه یې وکړه چې دا پروسه به په پوره روڼتیا او دقت سره پایته ورسوي او هغه کسان به ګټونکي اعلان کړي چې په واقعي توګه یې لوړې نمرې تر لاسه کړي.

همدارنګه د زابل مرستیال والي عنایت الله هوتک د رڼا مدني ټولنې د دې اقدام څخه یې مننه وکړه او د پوهنې ریاست د مشرتابه نه یې د مننې تر ځنګ یې د همدارنګه سیالیو ترسره کول د زده کوونکو د علمي سطحي په لوړه ولو کې مهم او اغیزناکه وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

BACK TO NEWS