د پوهنې وزارت (۳) ګڼه اونیز اداري مجلس دایرشو
د پوهنې وزارت(۳)ګڼه اونیز اداري مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر په مشرۍ، په داسې حال کې چې د وزارت معینانو او مرکزي رئیسانو پکې برخه درلوده، دایر شو.
په یاد مجلس کې د پوهنې وزارت د هغو کارمندانو په هکله چې په نوي تشکیل کې اضافه بست شویدي، پرېکړه وشوه چې د دوی تقرر او تعینولو لپاره دې ټاکل شوی کمېسیون عاجل اقدامات ترسره او هڅه دې وکړي چې هیڅ کارمند اضافه بست او بې دندې پاتې نه شي.
د ترکیې د معارف له بنسټ سره د ترسره شوي هوکړه لیک د بیا کتنې لپاره دټاکل شوي هیئت نظر هم په غونډه کې قرائت او د رایو په اتفاق سره تصویب شو.
د پوهنې وزارت دودانۍ او اړوندو ریاستونو لپاره د امنیتي طرحې د جوړولو لپاره ټاکل شوي هیئت ته دنده وسپارل شوه ترڅو په چټک ډول یاده امنیتي طرحه بشپړه او د وزارت له مقام سره شریکه کړي.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه تر سره شوې ټاکنې او تبدیلۍ هم اعلان او د یادو ټاکنو په اړه د پوهنې وزارت دوړاندېز او د ریاست الوزراء د مقام دمنظوري متن ولوستل شو.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
