د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالي د پوهنې له آمریت څخه لیدنه وکړه

media-moe
جمعه ۱۴۰۱/۷/۸ - ۱۱:۴۹
hytr

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالي د پوهنې له آمریت څخه لیدنه وکړه دپوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل د پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالي د پوهنې له آمریت او د حضرت علي کرم الله وجهه له منځنۍ ښوونځي څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې معین صاحب د پوهنې د آمریت د مسئولینو او کارمندانو وړاندیزونه واورېدل، د هغوی خدمات یې وستایل او خپلې اړینې سپارښتنې یې ورسره شریکې کړې. د یادونې وړ ده، چې نږدې دوه اونۍ پوره کېږي چې د پوهنې وزارت محترم معین صاحب د پروان ولایت د تعلیمي بهیر د ارزونې په موخه یاد ولایت ته په سفر تللی دی او هلته یې له مرکز او زیاتره ولسوالیو څخه لیدنه کړېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS