د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او ادارې معین د غزني له والي او د دغه ولایت له یو شمېر دیني مدرسو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او ادارې معین شیخ الحدیث مولوي سعید احمد شهیدخیل او ورسره مل پلاوي هر یو د خصوصي زده کړو رئیس، مولوي عبدالرحمن حمیدي د دارالعلومو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او د دغه وزارت د تقنین او پالیسۍ رئیس مولوي محمد رحیم ایوب غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور هم حضور درلود، د دغه ولایت له والي مولوي محمد اسحاق ولي او له نورو چارواکو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت د پوهنې د وضعیت او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
له بلې خوا د غزني والي غزني ولایت ته د پوهنې وزارت د لوړ پوړي پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او په دغه ولایت کې یې د ښوونې او روزنې د شته ستونزو د حل او د پوهنې د بهیر د ښه والي په برخه کې د هر راز مرستو ژمنه وکړه.
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او ادارې معین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي سعید احمد شهیدخیل او ورسره مل پلاوي هر یو د خصوصي زده کړو رئیس، مولوي عبدالرحمن حمیدي د دارالعلومو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او د دغه وزارت د تقنین او پالیسۍ رئیس مولوي محمد رحیم ایوب د هغه ریاست له مسوولینو سره یو ځای د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له جامعه اسلاميه او د ضیاء المدارس له مدرسو څخه لیدنه وکړه. د یاد ولایت له مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره یې له نږدې وکتل.
په يادو غونډو کې د پوهنې وزارت مرستيال وزیر د يادو مدرسو د ښوونيز حالت د ښه والي، د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او له ښوونکو سره يې ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به يوه اندازه پيسې د معاش په توګه. دوی ته به ورکړل شي او د یاد شوي مدرسې پرسونل ته به په دوام دار ډول معاش ورکړل شي.
د دې ناستې په پای کې د پوهنې وزارت مرستیال وزیر او ورسره پلاوی د فیض القرآن مدرسې ته لاړل او هلته یې له درسي ټولګيو څخه د لیدنې پر مهال له مشرتابه، استادانو او زده کوونکو سره مخامخ خبرې وکړې. د ښوونځيو د ستونزو په حل او د هغوی لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې د مرستو ژمنه وکړه.
