له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۹:۴۵
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
  • بلخ:

په بلخ ولایت کې د زده کوونکو لپاره د نویو یونیفورمونو د عملي کولو او د پوهنې د اغیزمنو دندو د ترسره کولو په مناسبت د پوهنې وزارت د لارښوونې او بلنې د ریس شیخ مولوي عبدالحی حازم په شتون کې د یوسف خیرخواه په لېسه کې غونډه جوړه شوه.
 د لارښوونې او بلنې ريس په بلخ کې د پوهنې د دندو د ستاينې په ترڅ کې یې نوی يونيفورم د عفت سمبول وباله او خلکو ته يې په ټولنه کې د الهي فرمانونو د پلي کېدو سپارښتنه وکړه

  • دایکندي:

 له مرکز څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ورغلي پلاوي د دایکندي ولایت د پوهنې له ریس مفتي رحمت الله مدثر سره وکتل.
دغه پلاوي د خپل سفر د کاري پلانونو په اړه د معلوماتو تر څنګ د مرکز او ولسوالیو د تخنیکي او مسلکي لېسو او د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو د ښوونځیو د نهم ټولګیو فارغانو ته د لسم ټولګيو د معرفي کولو په اړه خبرې وکړې.

  • پروان:

د پوهنې وزارت د اړتیا او پرېکړې پر بنسټ زهرا دانش د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د رباط دشت د نجونو د لېسې د آمر په توګه وټاکل شوه.
 نوموړي په جلسه کې د پوهنې ریاست له مسوولینو د دوی له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له شته فرصتونو او ظرفیتونو څخه به د دې لېسې د لا پراختیا په موخه ګټه پورته کړي.
د بګرام ولسوال شاه لالا زنجبر مېرمن زهرا په اداري او تدریسي چارو کې یوه پوهه او تجربه لرونکې ښځه وبلله او د بریالیتوب هیله یې وکړه.

  • هرات:

د چشت شریف د پوهنې آمر مولوي نصیر احمد انصاري او ورسره ملګري پلاوي یې د تګاب غزه عالي لېسې او سوني منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د يادو ښوونځيو له تدريسي چارو څخه د ليدنې پر مهال له استادانو او زده کوونکو سره د هغوى د ښوونيزو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
همدا ډول:
 د شینډنډ د پوهنې د څارنې آمر میر احمد عثماني او ورسره پلاوي یې له هغو سیمه ییزو درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه چې د وارچایلد دفتر لخوا جوړ شوي وو.
د دې ادارې د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د تدریسي چارو د ارزونې پرمهال، تللي پلاوي د دوی د ښوونیزو چارو د ښه پرمخ بیولو په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

  • بدخشان:

د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د پوهنې آمر امین مجاهد د پوهنې آمریت د ودانۍ د جوړولو په موخه د وردوج ولسوالۍ له ولسوال او نورو مسوولینو سره وکتل.
دولتي چارواکو او مخورو د ښاغلي مجاهد د دغه اقدام د ستاینې په ترڅ کې د دغې ادارې د پلانونو په عملي کولو کې خپل هر اړخیز ملاتړ او چمتووالی څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS