له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۱:۳۹
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

کاپیسا

د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د شته ستونزو، د ترسره شويو فعاليتونو د بيا کتنې او د راتلونکو پلانونو د حل په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

لغمان

د HHRD موسسې د لغمان ولایت په مرکز کې د ګمین خیلو د نارینه او ښځینه لیسو د زده کوونکو لپاره کتابچې ووېشلې.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جان ساجد د دې ادارې له دوامداره مرستو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: ياده موسسه په پام کې لري، چې د دغه ولايت په ښوونځيو کې له ٤٠٠ تنو يتيمانو سره د خوراکي توکو، د کتابچو او نورې نغدي مرستې وکړي.

خوست

د خوست ولایت د مرکز اړوند د عبدالله خان تڼي د دارالمعلمین رئیس مولوي عبدالمنان د خپلو اړوندو څانګو له کارکوونکو سره غونډه وکړه او د اداري تشکیلاتو، د دسپلین د مراعتولو، له مراجعینو او د دې ادارې له نور کارمندانو سره د ښه چلند په باب یې له هغوی سره خبرې وکړې.
 د يادې ښوونیزې موسسې استادانو د خپلو ستونزو د وړاندې کولو پر مهال ژمنه وکړه، چې د يادې ولسوالۍ اداري او تدريسي چارې به د وړاندې شويو لارښوونو سره سمې پر مخ یوسي.

پروان

د سواد زده کړې د ښوونکو روزنیز سیمینار هغو ښوونکو ته جوړ شوی و، چې د پروان ولایت د اسیا د ټولنې د پراختیا موسسې له خوا نوي ګمارل شوي وو، دغه سیمنار ګډونوالو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسید.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دغه پروګرام له تنظیموونکو څخه د مننې ترڅنګ له ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو زده کوونکو د تدریس پر مهال د دغه سیمینار له محتوا څخه کار واخلي.

کندهار

په کندهار ولايت کې د تيمورشاهي لېسې او ملالۍ پوهنتون د ورزشي ټيمونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره شوې چې د تيمورشاهي لېسې د ټيم په بريا پاى ته ورسېدې.
 د يادې لېسې تدريسي مدیر محمد ياسين وويل: د دې لیسې د کرکټ لوبډله چمتو ده، چې د هېواد د جنوب لوېديځو ولايتونو له ټولو لوبډلو سره سالمې لوبې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS