د کابل له پوهنې ریاست څخه لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۹:۴۱
د غزني ولايت د پوهنې د رئیس د وفات له امله د پوهنې وزارت د تسلیت پيغام  په ډېره خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ،چې نن ورځ چهارشنبه د شعبان د مياشتې ۱۵ مه نېټه د غزني ولايت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد منیر منصور د ور پېښې ناروغي له امله په حق ورسېد. انا لله و انا الیه راجعون. د پوهنې وزارت مشرتابه  مرحوم مولوي محمد منیر منصور ته د فردوس جنت دعا کوي او کورنۍ، دوستانو، ملګرو او همکارانو ته يې د تسلیت مراتب وړاندې کوي.  یقینا چې مولوي منصور د هيواد يو قهرمان بچی، زړور مجاهد او مخلص سپاهي وو. د دین او هيواد په ل

د پوهنې وزارت مشرتابه د اسلامي زده کړو معینیت تر څارنې لاندې ۱۸۷ زره افغانۍ د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته وسپارلې، ترڅو دغه پیسې د دې ولسوالۍ د دیني مدارسو د زده کوونکو د ستونزو او اړتیاو د حل په موخه ووېشل شي.
 د دغه آمریت مسوولینو دیني مدارسو ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه وکړه.

د يو بل خبر له مخې:
 د پورتنیو مرستو پر دوام د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د میاګل دیني مدرسې ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ او د دې ولسوالۍ د ۱۶ نورو مدارسو لپاره ۱۷۰۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.

همدارنګه:
 د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمر د همدې ولسوالۍ په شېرخان کڅ کې د دارالحناف خصوصي مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او فارغانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د راتلونکي نسل په روزلو او اصلاح کې ستاسو رول مهم دی. ټولنه مهمه ده او تاسو باید د دې مسوولیت په ترسره کولو کې هڅه وکړئ." له خپل هیواد او خلکو سره صادق اوسئ.

په نورو خبرونو کې:
د پوهنې وزارت له لوري له دیني مدارسو سره د مرستو په لړ کې دا ځل د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې ریاست د مسوولینو په حضور کې د دې ولسوالۍ له دیني مدارسو سره ۶۸ زره افغانۍ مرسته وشوه. .

د یوه خبر له مخې:
 د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د خصوصي مدارسو له مسوولینو سره وکتل او له هغوی سره یې د پوهنې وزارت د اصولو او مقرراتو د مراعتولو او د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې د ریښتنې خدمت په باب خبرې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د زده‌کړې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۹
Background image

په بغلان کې ښوونکو ته روزنیزه برنامه  جوړه شوه

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز له لوري د بغلان ولایت برکې او خوست ولسوالیو اړوند ښوونځیو ۱۴۰ ښوونکو ته د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په برخو کې علمي او نظري روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS