په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زدهکوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول
د زدهکړې بهیر د پیاوړتیا او زدهکوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زدهکوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یادو توکو د وېش موخه د جبراني ټولګیو ملاتړ، د ښوونکو د تدریس د وړتیا لوړول او د زدهکوونکو د زدهکړې لپاره د اړینو ښوونیزو امکاناتو او موادو برابرول دي.
