د جوزجان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۵:۶
 د جوزجان ولایت له جهادي مدرسې څخه د لومړي ځل لپاره ۱۳ فاضلان د احادیثو له لویې دورې څخه او ۳۲ تنه د قرآن کریم د حفظ له دورې څخه فارغ شول. په همدې موخه په شبرغان ښار کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معین مولوي عبدالخالق صادق، د پوهنې ریاست د رئیس او مشرتابه او د ملکي ادارو د مسوولینو په ګډون یوه لویه غونډه جوړه شوې وه. د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین او د دغه ولایت د پوهنې رئیس د علم او پوهې د زده کړې په برخه کې د ټینګار په ترڅ کې د یادې مدرسې له فارغانو څخه وغوښتل چې د هېواد د خلکو او د راتلونکي نسل ل

د جوزجان ولایت له جهادي مدرسې څخه د لومړي ځل لپاره ۱۳ فاضلان د احادیثو له لویې دورې څخه او ۳۲ تنه د قرآن کریم د حفظ له دورې څخه فارغ شول.
په همدې موخه په شبرغان ښار کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معین مولوي عبدالخالق صادق، د پوهنې ریاست د رئیس او مشرتابه او د ملکي ادارو د مسوولینو په ګډون یوه لویه غونډه جوړه شوې وه.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین او د دغه ولایت د پوهنې رئیس د علم او پوهې د زده کړې په برخه کې د ټینګار په ترڅ کې د یادې مدرسې له فارغانو څخه وغوښتل چې د هېواد د خلکو او د راتلونکي نسل لپاره په رښتینې ډول خدمت وکړي.

د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وايي: د ساينس او ټکنالوژۍ مديريت د دغه ولايت په ولسواليو کې د ښوونځيو د لابراتوارونو د فعالولو د دوام په سلسله کې یې دا ځل د خواجه دکوه، قزل ایاق او چوب باش خورد د هلکانو او نجونو په لېسو کې یې د لابراتوارونو سیستمونه فعال کړي دي.
 د پوهنې د رئیس په وینا؛ په ښوونځیو کې د لابراتوارونو جوړول او د نظري زده کړو ترڅنګ عملي درسونه د زده کوونکو لپاره اغېزمن دي.

د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د قران کریم دحفظ له دورې څخه ۱۱ تنه فاضلان فارغ شول.
د فاضلانو د فراغت په مناسبت د دې ولایت د پوهنې رئیس او د سیمه ییزو ادارو نورو مسوولینو په ګډون د حضرت معاذ بن جبل په مدرسه کې یوه لویه غونډه جوړه شوې وه.
لومړی د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د دیني مدارسو په ارزښت خبرې وکړې او د دغو ښوونیزو مرکزونو ملاتړ یې وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه د دیني علومو د زده کړې لپاره مدارسو ته واستوي.

د جوزجان ولايت د دولتي ادارو د مسوولينو په ګډون د اشرف المدارس او د دشت لیلي د شهیدانو له دارالعلوم څخه ۱۴ تنه د قرانکریم حافظان فارغ شول.
 په دې غونډه کې د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد او نورو ويناوالو د علومو په ځانګړي ډول د ديني علومو پر ارزښت ویناوې وکړې.

د جوزجان ولايت د شبرغان ښار او ولسواليو د پوهنې د آمرینو لپاره د پوهنې وزارت د عامې روغتيا رياست له خوا د کولمو د چنجیو دله منځه وړلو او چاپیریال ساتنې په برخو کې يو ورځنى کمپاين پيل شو.
 په دغه پروګرام کې زده کوونکو ته د درسي ټولګیو او د ښوونځيو د چاپیریال د پاک ساتلو او د ځان د پاکوالي په برخو کې زده کړې ورکړل شوې.
  د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس هيله څرګنده کړه چې د زده کوونکو له لارې کولاى شي دغه پيغام د ټولنې ټولو برخو ته ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS