د غزني ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس په رسمي ډول معرفي شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۸:۴۷
د غزني ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس په رسمي ډول معرفي شو

د غزني ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس مولوي میر نصیراحمد حسیني نن ورځ پنجشنبه د روژې د مبارکې میاشتې ۲۲ نېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت د مرستیال والي قاري ګل حیدر شفق له لوري په رسمي ډول معرفي شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست آمرینو، مدیرانو، کارمندانو، د دیني مدارسو او ښوونځیو آمرینو او استادانو، علماء کرامو او متنفذینو برخه درلوده.
ویناوالو نوي ټاکل شوي رئیس ته د الله تعالی له دربار څخه په ور سپارل شوي مسئولیت کې د توفیق غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې مولوي میر نصیراحمد حسیني یو جید دیني عالم او مدرس دی، چې تر دې وړاندې یې د غزني ولایت د پوهنې ریاست د تدریسي آمر په توګه دنده درلوده او د پوهنې د مخکني رئیس مرحوم مولوي محمد منیر منصور تر وفات وروسته په لومړي قدم کې د پوهنې وزارت له لوري د یاد ریاست د سرپرست او وروسته د پوهنې وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام د منظوري په اساس د یاد ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS