له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۹:۲۸
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

نورستان

د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د (WFP) مؤسسې له استازو سره وکتل.
نوموړي په دې کتنه کې د پوهني د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د مؤسسې استازو د پوهنې ریاست مشرتابه ته د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل. او د یادو پروګرامونو د عملي کولو په تړاو یې د اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د پوهنې رئيس د مؤسسې د پروګرامونو د پلي کولو د هرکلي ترڅنګ له يادې ادارې سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

هلمند

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست او د یاد ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه پر اساس به دواړه ادارې یو له بل سره ګډې مرستې کوي.
د پوهنې ریاست هڅه کوي، چې د پوهنتون نویو فارغینو ته د کار زمینه برابره کړي.    
او یاد پوهنتون به د پوهنې رياست کارکوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره او د دې ریاست ناروغان به د پوهنتون په کادري روغتون کې په ځانګړې تخفیف ومني.

تخار

د تخار ولایت د پوهنې ریاست او د تخار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه له مخې د تخار پوهنتون او د دې ولایت په ښوونځیو او مرکزي دارالمعمین کې د دری، پښتو، ازبکي، عربي او انګلیسي ژبو د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه به ګډې ادبي او فرهنګي ناستې ترسره کړي.

پکتیا

د پکتيا ولایت د پوهنې رياست د بدني روزنې مدیریت  څخه  دوو تنو ورزشکارانو د سوک وهنې په سيالۍ کې چي د ټول هېواد په کچه د کورنيو چارو وزارت له لوري په لاره اچول شوې وې ګډون وکړل او وتوانېدل چې په دې سیالیو کې لومړی مقام خپل کړي.

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست له ګاونډیو هېوادونو څخه نويو راستانه شويو ۹۰ تنو زده کوونکو څخه د سویې ازموینه واخیسته.
د پکتیا ولایت د ښوونې او روزنې آمر وایي؛ بریالي کسان به په ۷ او ۹ ټولګیو کې شامل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS