له ولایتونو څخه د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۰:۲۰
123

 هرات

د هرات ولایت د پوهنې يوه دوست شخصيت الحاج محمد داوود سروري، د ياد ولایت د شهدا منځني ښوونځي ادارې ته ۱۰۰ مېزونه او څوکۍ د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې ریاست رئیس او مسئولینو پکې ګډون درلود، وسپارلې.
د هرات ولايت پوهنې رئيس له دغه علم دوست هېوادوال څخه د مننې تر څنګ، له نورو شخصيتونو او خيريه بنسټونو وغوښتل، چې د پوهنې د لا پياوړتيا په موخه دې له دغه رياست سره همکاري وکړي.

 ننګرهار

 د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۲ کال د کانکور آزموینې پروسې د ښه تطبيق په موخه، د ياد ولایت د ۲۲ ولسوالیو پوهنې له آمرانو او د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي سره د همغږۍ غونډه وکړه.
 ټاکل شوې د ننګرهار ولایت د کانکور آزموینه د روان لمريز کال، د زمري میاشتې په ۱۲، ۱۳ او ۱۴ نېټو، په دریو پړاونو کې واخیستل شي.  

 غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني د ياد ولایت مرکز او ولسوالیو د پوهنې له آمرانو سره وکتل.
د پوهنې رئيس په دې کتنه کې د قانوني اجراآتو، د پوهنې ریاست ادارو ترمنځ د همغږۍ، پوهنې ریاست د نوي تشکيلاتي جوړښت د تطبيق، ګمارنې او بدلونونو، او  له بيت المال څخه د ساتنې په برخو کې تفصيلي خبرې او لارښوونې وکړې.

د يو بل خبر له مخې

د لوړو زده کړو وزارت يو پلاوي د کانکور آزموينې د ښه تطبيق په موخه، غزني ولايت ته سفر کړی او د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو پوهنې مسئولينو ته يې د نوماندانو سره د ښه چلند ، دآزموينې د پروسې اصول او مقررات ور وښودل، ترڅو د يادې آزموينې بهير په برياليتوب سره ترسره شي.

 سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رياست د دیني مدارسو د تشو بستونو  ډکولو لپاره، له ۴۱ تنو څخه، چې په پام کې ده د مدارسو لپاره داستادانو په توګه وګمارل شي؛ رقابتي آزموینه واخیسته.
ټاکل شوې ده د نوماندانو له ډلې ۱۰ تنه هغه کسان چې د معیاري نمرو په ترلاسه کولو بریالي شي، د ياد ولایت په مدارسو کې د استادانو په توګه وګمارل شي.
د سرپل ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د يادې آزموينې د څارنې تر څنګ، نوماندانو ته په آزموينه کې د شفافيت او روڼتيا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS