د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت له اسلامي زده کړو معین سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۳:۳۰
123

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین مولوي کرامت الله اخندزاده په خپل کاري دفترکې  د ننګرهار ولایت له پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني سره وکتل او دغه راز یې په یاد ولایت کې د اسلامي زده کړو د بنسټونو ستونزې و څېړلې.
په یاده کتنه کې د ننګرهار پوهنې رئیس د تېر کال د رسمي او خصوصي مدارسو د فعالیتونو، لاسته راوړنو، د یاد ریاست د نویو پلانونو، د نوي تشکيلاتي جوړښت د نهايي کېدو، د مدارسو د جوړېدو او له نویو امکاناتو څخه د استفادې په اړه معلومات وړاندې کړل. 
د اسلامي زده کړو معین د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست له کړنو او لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او د یاد ریاست د ښوونیزو کړنو د لا ښه والي په موخه یې د یاد ریاست مشرتابه ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته مهال نوموړي د پوهنې ریاست اړوند ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS