له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۵۲
12

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ریاست د انحینرۍ ټېم سره د سالاب، شهید عبدالوهاب او کنده راجايي ښوونځیو د بیارغونې چارې وڅارلې. 
د یادو ښوونځیو د پروژو لګښت ۲۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د آسیا پراختیايي مؤسسې له لوري ورکول کيږي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت مرکز اړوند د چوګاني کلي يو شمېر ديني علماوو او مشرانو د یاد ولايت له پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار سره وکتل. 
د غونډې ګډون والو خپل وړاندیزونه، ستونزې او د ښوونځیو اړتیاوې د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریکې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست د زده کوونکو هڅونې لپاره د ستاره ساینس تر نامه لاندې، د رسمي او خصوصي ښوونځیو له ۱۶۴ زده کوونکو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
د کابل پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني د یادې آزموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، ګډون وال د هېواد راتلونکي جوړونکي وبلل او غوره زده کونکو ته یې د هغوی د هڅونې په موخه ډالۍ ووېشلې.

د یو بل خبر له مخې:

د کابل ښار پوهنې ریاست د څلورمې ښوونیزې ناحیې اړوند د دولتي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د پیغمبر (صلي الله علیه وسلم) سیرت سیالۍ پیل کړې. 
د یاد ریاست مسئولین وایي، د دې سیالیو له ترسره کېدو یې موخه، د نړۍ د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (صلي الله علیه وسلم) له اخلاقو، سیرت او کارنامو سره د ځوانانو آشنا کول دي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د مرکز اړوند د هلکانو تجربوي عالي لېسې د اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د ښوونکو د تدریس طریقه او د زده کوونکو د زده کړې طرز و ارزاوه او مسئولینو ته یې د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS