له ولايتونو څخه د پوهنې خبرونو انعکاس

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۳:۱
123

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او د يادې ادارې د انجنيرانو ټېم، د ياد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د فراشغان په کلي کې د کرک لېسې د بیارغاونې له چارو څخه څارنه وکړه او د ساختماني شرکت له مسئولينو یې وغوښتل، ترڅو د يادې پروژې چارې په سمه بڼه د قرارداد له مخې ترسره کړي.

پکتیکا

په پکتيکا ولايت کې د واليبال سيالۍ د ياد ولايت د پوهنې او فرهنګ رياستونو له لوري د ياد ولايت د رسمي سپورتي لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
 د يادو لوبو د پرانیستلو په مراسمو کې مسئولينو د خلکو په روغتیا کې د سپورت د رول په اړه خبرې وکړې.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د ياد ولايت سيد کرم ولسوالۍ ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې، د ديني مدارسو اداري او ښوونيز فعاليتونه وارزول. 
نوموړي په ښوونځيو او مدارسو کې د ښوونيز حالت پر ښه والي د ټينګار تر څنګ، مسئولينو ته د اسلامي ارشاداتو په اړه د.ا.ا.عالي رهبرۍ فرمانونه بيان او له هغوى يې وغوښتل، چې خپل ټول فعاليتونه د يادو لارښوونو په رڼا کې تنظيم کړي.

هرات

په هرات ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو دويم علمي او فرهنګي نندارتون، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولایت د پوهنې مسئولینو، د خصوصي ښوونځیو د استازو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون پرانيستل شو.
 د ياد ولايت پوهنې رئيس دغه ډول پروګرامونه د زده کوونکو د استعدادونو د ودې او پراختيا په برخه کې ګټور وبلل او د يادې ښوونيزې مؤسسې له مسئولينو يې مننه وکړه.

پنجشېر

 په پنجشېر ولايت کې د ملي تخنيکي او مسلکي ادارې له لوري، د "ترنم او فرهنګ" ادبي خپرونه د پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د کنفرانسونو په تالار کې د شاعرانو، ليکوالانو، مشرانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه.
د پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس وويل: په ياد پروګرام کې د ښوونځيو او مدارسو زده کوونکو په څلورو ژبو خپلې مقالې او ترانې ولوستلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS