د کابل ولایت پوهنې ریاست له ادارو څخه د څارنې او ارزونې بهیر پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۵۴
123

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معنييت د څارنې او ارزونې ریاست اړوند د څارنې پلاوي رئيس مولوي غلام ربي رباني، د کابل ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني سره وکتل.
په ياده کتنه کې ورغلي پلاوي د خپلو ارزونو موخه، د پوهنې له رئیس سره شریکه او په دې برخه کې یې د لازمو آسانتياوو برابرولو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
 د پوهنې رئیس د یاد ریاست د پلانونو د تطبیق د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د څارنې د پلانونو د تطبیق په موخه به د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې له ياد پلاوي سره لازمه همکاري وکړي.
ورپسې د څارنې او ارزونې پلاوي پوهنې ریاست او د کابل ولایت د بګرامي، چهارآسیاب او خاک جبار ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي چارې وڅارلې او د پوهنې ریاست مسئولینو ته یې د ښوونيز وضعيت د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې او مشورې ورکړې. 
ټاکل شوې، چې د څارنې ياد بهیر به تر راتلونکو دوو اوونیو پورې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د کابل ولایت د څورلسو ولسوالیو د پوهنې آمريتونو چارې وڅېړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS