په ټول هېواد کې د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۳:۲۹
123

د ښوونکي نړیواله ورځ چې د تلې مياشتې له ۱۳مې نېټې سره برابره ده، د هېواد د ولایتونو په پوهنې ریاستونو کې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په يادو مراسمو کې د پوهنې رياست پر رئيسانو او مشرانو سربېره د سيمې لوړ پوړو چارواکو، مخورو، علماوو، قومي او فرهنګي شخصيتونو، ښوونکو او زده کوونکو هم ګډون درلود.
غونډې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوې، ورپسې د اړوندو ولایتونو د پوهنې رئیسانو د غونډې ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ټولنه کې د ښوونکي رغنده رول ته په اشارې سره د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې د ښوونکي رول مهم وباله.
ويناوالو ښوونکي د ټولنې هڅانده او زحمتکشه طبقه وبلله، چې له لسګونو ستونزو سره سره په دې توانېدلي، تر څو خپلې ټولې علمي، معنوي او د ژوند تجربې د هېواد بچيانو ته وړاندې کړي.
همدارنګه د پوهنې يو شمېر مسئولينو  هم د يوې سالمې ټولنې د جوړونکي او لارښود په توګه د ښوونکي د رول او اغېز پر مرکزيت خبرې وکړې او د هغوی سپېڅلې دنده يې د پېغمبرانو دنده وبلله.
د غونډې په ترڅ کې د يادو ولايتونو د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو د ترانو ټېمونو د ښوونکي د لوړ مقام په مناسبت خپلې ترانې، نعتونه او شعرونه ګډون والو ته واورول، چې د حاضرينو له لوري يې  تود هرکلى وشو.
د غونډې په پای کې د پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د اړوندو ولایتونو د ښوونځیو او مدارسو ممتاز او مخکښ ښوونکي او استادان د دوی د ارزښتناکو خدمتونو له امله په ډالیو او ستاینلیکونو و وياړل شول.
يادې غونډې د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS