د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۲:۱۶
14

 د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعليم د خپلو رسمي سفرونو په دوام، د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ ته ولاړ او د يادې ولسوالۍ له  پوهنې مسئولينو او یو شمېر علماوو سره يې وکتل.
 نوموړي د خاکریز ولسوالۍ د ښوونیزو لاسته راوړنو او ستونزو د څېړلو پرمهال، د پوهنې درې کلن ملي ښوونیز پلان په تړاو د پوهنې مسئولینو ته معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د یاد پلان په تړاو خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړي. 
په ياده غونډه کې د علماوو او د پوهنې د مسئولینو نظرونه د پلاوي له خوا راټول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS