د پوهنې وزارت پلاوي هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۹:۴۸
14

د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او پلان ریاستونو یو ګډ پلاوي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ياد ولايت له پوهنې مشرتابه، مسئولينو او دیني علماوو سره وکتل.

دغه راز ياد پلاوي د يوې غونډې پر مهال د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان د طرحې په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او د دغه پلان د بډاینې په اړه يې د مسئولينو نظرونه واورېدل.

د يادې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان د جوړښت په اړه بحثونه او د نظرونه تبادله وشوه، چې د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې د وضعیت تحلیل پکې شامل وو.

د هرات پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر د ياد ملي پلان د چمتووالي او اهميت په اړه خبرې وکړې او هغه يې د پوهنې د ټولو رياستونو لپاره يوه اړينه او مهمه موضوع وګڼله.

په پای کې ګډون والو د پلان د بشپړولو په موخه خپل نظریات وړاندې کړل، چې د پلاوي له لوري ياداشت شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS