په غزني ولايت کې د یو ښوونځي بیارغونې چارې ترسره شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۸
یسقفغع

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د "بي بي خدیجه الکبری" ښوونځي بیارغونې چارې پای ته ورسېدې او د پوهنې ریاست د مسئولینو، د رشیدانو ولسوالۍ پوهنې آمر، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ښوونځي د پرانیستنې مراسم د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره  پیل شول؛ ورپسې د غزني پوهنې ریاست د تدارکاتو مدیر مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې وزارت له اساسي پلانونو څخه کوم چې دهېواد ټولو ماشومانو لپاره د زده کړو آسانتیاوو برابرول دي، ګډون والو ته معلومات ورکړل. 
يو شمېر علماوو او نورو ويناوالو هم د ټولنې د جوړښت په فردي او ډله ييزه سمون کې د پوهنې پر اهميت خبرې وکړې او د ماشومانو له والدينو يې وغوښتل، تر څو خپل اولادونه د علم د زده کړې په موخه ښوونځيو او مدارسو ته واستوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۱۶
Background image

په میدان وردګ کې یو ښوونځی ترمیم او تجهیز شو

د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند راقول عالي لېسې لپاره د شنې ساحې خړوبولو په موخه د اوبو یو حوض جوړ، د ۱۸ کمپیوټرونو په برابرولو سره یو کمپیوټر ټولګی تجهیز او د دغه ښوونځي ودانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۱۳
Background image

په تخار کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ورغول شوې

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو ودانیزې چارې، چې څه موده وړاندې د معارف دوستو اشخاصو هر یو محترم حاجي عبدالکریم ظریفي او محترم خواجه عبدالله، په مالي مرسته د ۴ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

BACK TO NEWS