د نورستان او کونړ ولایتونو د ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۵:۶
یی

د هېواد د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو د وېش په پیل سره، اوسمهال د نورستان ولايت د ښوونځيو پر زده کوونکو د درسي کتابونو د وېش لړۍ، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یاد ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمئن، د ولايت مقام مرستيال فيصل مختار، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، يو شمېر مسئولينو او علماوو په حضور کې پيل شوه. 
د نورستان ولايت پوهنې رئیس په تدريسي بهير کې د درسي کتابونو د اهميت په څرګندولو سره وويل: د یاد ولايت پوهنې رياست لپاره د درسي کتابونو ټول سهم ٢٤٧زره٢٠٠ ټوکه وو، چې په لومړي پړاو کې ٩٧ زره ٩٤١ ټوکه کتابونه زده کوونکو ته وېشل شوي او اوسمهال د پاتې ١٤٨ زره ٣٧٢ ټوکو په رارسېدو سره د دويم پړاو کتابونو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
د یادونې وړ ده، تېره ورځ هم د کونړ ولایت پوهنې رئیس او د سيمه ييزو ادارو د مسئولینو په ګډون ورته مراسم جوړ شوي وو، چې په ترڅ کې يې د دغه ولايت د ښوونځيو لپاره د درسي کتابونو د وېش لړۍ رسماً پيل شوه.
د کونړ ولایت پوهنې ریاست د مسئولینو په وینا، د یاد ولایت لپاره د درسي کتابونو ټول سهم ۸۲۵ زره ۳۷۷ ټوکه وو، چې په لومړي پړاو کې یې ۲۰۷ زره ۵۹۰ ټوکه وېشل شوی وو او اوس یې د پاتې ۵۹۵ زره ۴۹۸ ټوکو کتابونو د وېش بهیر په تازه ډول پیل شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۱۸
Background image

په لوګر کې د ۱۲ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت په مرکز کې د هوني سیدانو عالي لېسې د ۱۲ درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د تعلیمي شورا د غړو او علم‌پالو خلکو په مالي ملاتړ، د ۲.۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
تمه ده چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۱۶
Background image

په میدان وردګ کې یو ښوونځی ترمیم او تجهیز شو

د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند راقول عالي لېسې لپاره د شنې ساحې خړوبولو په موخه د اوبو یو حوض جوړ، د ۱۸ کمپیوټرونو په برابرولو سره یو کمپیوټر ټولګی تجهیز او د دغه ښوونځي ودانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۱۳
Background image

په تخار کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ورغول شوې

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو ودانیزې چارې، چې څه موده وړاندې د معارف دوستو اشخاصو هر یو محترم حاجي عبدالکریم ظریفي او محترم خواجه عبدالله، په مالي مرسته د ۴ میلیونه. . .

BACK TO NEWS